IQNA

په نويو برخو کې

د مصر  د تلاؤت د حکومت په پروګرام کې د قرآني  وړتیاؤ کوټلي سیالۍ(فیلم)

14:03 - December 10, 2025
د خبر لمبر: 3492141
 ایکنا-  د مصر د قرآني وړتیاؤ د موندنې  د تلويژني پروګرام «د تلاوت  حکومت»  اووم او اتم قسطونه تېره جمعه او شنبې  ورځې خپاره شول، چې ګډونوالو پکې د قرآن د تلاوت او تجويد خپل مهارتونه وښودل.

 ايکنانیوز د الدستور له قوله راپور راکړ، په اووم قسط کې لاندې یوشمیر قاریان يو بل سره په سيالۍ کې مخامخ شول، چې په هغو کې

رضا محمد رضا، محمد احمد حسن اسماعيل (القلجي)، اشرف سيف صالح، وليد صلاح عطیه، محمد ماهر شفیق، محمود السيد عبدالله شامل وو.

د اوومې  برخې  پایلې هم داسې وې:

اشرف سيف صالح: ۲۶۸ امتیازونه

رضا محمد رضا: ۲۶۶ امتیازونه

محمد القلاجی: ۲۷۱ امتیازونه

محمد ماهر: ۲۶۷ امتیازونه او لمبرې

وليد عطیه: ۲۶۳ امتیازونه

محمود السید عبدالله: ۲۶۷ امتیازونه ترلاسه کړل ، او دغه راز د محمد ماهر په ښکلی غږ سره  تلاوت د همدې پروګرام له دې برخې وروسته خپور شو.

له دغو پایلو وروسته، رضا محمد رضا او ولید صلاح عطیه دوهم پړاو ته ولاړل څو پرې ډاګه شي چې څوک بل پړاو ته ځي او څوک به حذف کېږي. په پای کې قاضیانو رضا محمد رضا بل پړاو ته غوره کړ.

د اتم قسط ګډونوال  

عطیه الله رمضان، احمد جمال عبدالوهّاب، مهنا ربيع عبدالمنعم، علي محمد مصطفی، محمد کامل، او عمر ناصر احمد علي.

د دې  برخې  د نابینا قاري، عطیه الله رمضان، تلاوت چې په ځانګړي شوق او احساس سره اجرا شوی و، هم خپور شو.

دا پروګرام په پوره توګه د ۳۲ ګډونوالو سره پيل شو او په هرې برخې کې يو يا څو ګډونوال خارجېدل، څو په پای کې د دوو برخو – «قرائت» او «تجويد» – ګټونکي مشخص شي.

د خپرېدو مهال‌وېش

«د تلاوت حکومت »  پروګرام هره جمعه او شنبه د شپې ۹ بجې د «الناس»، «الحياة»، «سي‌بي‌سي»، «شبکه قرآن کريم» او د مصر د اوقافو وزارت د پليټ فورمونو او د «Watch it» پليټ فورم له لارې خپريږي.

https://iqna.ir/fa/news/4321641    

captcha